د دارفور سېلابونو کې د م م ۴ تنه کار کوونکي ورک دي

ملګري ملتونه وايي څلور تنه کار کوونکي يې د سودان په دارفور کې وروسته له هغه ورک شوي، چې د مرستې رسونې پر کار وان يې سېل راغی.

د ملګريو ملتونو يو کارکوونکي ويلي د دغې سيمې مرکزي ښار جنېنا جنوب ختيځ کې د لټون هلوځلو پر مهال د سولې ساتنې دوه تنه نور کارکوونکي موندل شوي دي.

سودان څو نسلونو کې له خورا ناوړه سېلابونو سره مخامخ شوی، چې تر ۵۰ تنو په کې مړه شوي او څه د پاسه ۵۰۰ زره نور وګړي اغېزمن شوي دي.

په دارفور کې د ملګريو ملتونو او افريقايي ټولنې شاوخوا ۲۰ زره ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.