کونړ کې ډرون بريد څلور وسله وال وژلي

د افغانستان د ختیز ولایت کونړ چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې یوه هوايي برید د دوو عرب وګړو په ګډون څلور وسله وال وژلي دي.

دغه برید تېره شپه تر سره شوی دی.

د کونړ له ګاونډي ولایت نورستان څخه راپورونه وايي، وسله والو په دغه ولایت کې له یوه پولیس افسر څخه سر پرې کړی دی.

چارواکي وايي، دغه افسر له مرکز پارون څخه یوې ولسوالۍ ته په لاره و، چې د وسله والو لخوا ونیول شو.

د دغه پولیس مړی د کونړ ولایت مرکز اسعد اباد ته لېږدول شوی دی.