اېنګوشیتیا کې امنیتي چاراکی په ډزو وژل شوی

د روسیې په اېنګوشیتیا ایالت کې یو لوړپوړی امنیتي چارواکی کار ته د تللو پر مهال په لار کې په ډزو وژل شوی دی.

احمد کوتییف د روسیې د شمالي قفقاز د نارامې سیمې د دغه ایالت د امنیت شورا منشي و. په برید کې د نوموړي موټر چلوونکی هم وژل شوی دی.

اېنګوشیتیا له چیچنیا سره پوله لري، چې بېلتون غوښتونکو پکې له روسي ځواکونو سره په تېرو دوو لسیزو کې دوه جګړې کړې دي.