مالي کې سېلابونو ګڼ کسان وژلي دي

د مالي حکومت ویلي، په پلازمېنې باماکو کې د چارشنبې ورځې د سختو بارانونو له کبله سېلابونه را وتلي چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي دي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي پر له پسې بارانونو په خلکو خټین کورونه ور نړولي دي.

په یاد ښار کې د بي بي سي یو خبریال وايي، ځینې نړېدلي کورونه په ناقانونه ډول پر هغه ځمکه جوړ شوي وو چې د اوبو د وتلو لپاره ځانګړې شوې وه.

دی وايي، په ښار کې یو شمېر بسونه هم سېلاب وړي دي او زیاتوي چې دا په تېرو څو کلونو کې تر ټولو سخت سېلابونه دي.