د م. م کیمیاوي څېړونکي له سوریې ووتل

د ملګرو ملتونو د کیمیاوي وسلو څېړونکي په سوریه کې د زهرجنو ګازونو د کارولو په اړه له څېړنو وروسته له سوریې ووتل. دا برید د روانې میاشتې په پيل کې د پلازمینې دمشق په څنډو کې شوی وو.

د ملګرو ملتونو څېړونکي یواځې څو ساعته وروسته له هغه له سوریې ووځي چې د امریکا متحده ایالتونو پر سوریې د پوځي برید لپاره خپل دریځ روښانه کړی دی.

د امریکا متحده ایالتونو ویلي کره شواهد شته چې ښيي د سوریې پوځ د کیمیاوي وسلو ددې برید مسؤول دی. امریکا وايي په دې برید کې له څوارلس سوه زیات کسان وژل شوي دي.

خو د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي تر اوسه یې د ده په وینا د محدود پوځي غبرګون په اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکی ویلي د څېړونکو راپور ته په دوه اونیو کې وړاندې شي.