روسیه وايي امریکا دې د کیمیاويي وسلو ثبوت راوړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي د امریکا دا خبره چې د دمشق په څنډو کې د سوریې حکومتي ځواکونو کیمیاوي وسلې کارولي بې مانا ده.

نوموړي روسي رسنیو ته ویلي په داسې حال کې چې د سوریې پوځ په جګړه کې پرمختګ کړی، نو د سوریې حکومت به لوی حماقت کوي چې داسې یو څه د پوځي مداخلې پلویانو ته په لاس ورکړي چې ده ګټونکی پره وبلله.

ښاغلي پوتین زیاته کړې که امریکا د خپلې دې ادعا لپاره کوم شواهد لري نو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړي.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ویلي د استخباراتی راپورونو پر بنسټ د پوځي اقدام په اړه فکر کوي.

په همدې حال کې له دمشق څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې د سوریې پوځ د امریکا په مشرۍ د احتمالي برید په وړاندې د تیاري په لړ کې پوځي توکیي د ښوونځي او جوماتونو په څېر ملکي ځایونو ته لېږدولي دي.

په سوریه کې دبي بي سي خبریال وايي په پلازمېنه دمشق کې خلک د هر ډول احتمالي برید پایلو ته اندېښمن دي.

د دې خبریال په وینا خلک خوراکي توکي زېرمه کوي او یو شمېر له هېواده د وتلو په حال کې دي. له بلې خوا د سوریې حکومت وايي د هر ډول برید په وړاندې به له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.