چینايي تولیدات تېرې میاشتې په پرتله ډېر شوي

د چین د حکومت رسمي شمېرې ښیي، چې د دغه هېواد د تولید برخه د تېرې میاشتې په پرتله ډېره لوړه شوې ده.

هغه مالومات، چې د احصایې له مرکزي ادراې څخه خپاره شوي، دا په ډاګه کوي، چې د نړۍ دغه دوېیم ستر اقتصادي هېواد بېرته له وروستني اقتصاد زوړ نه په رغېدو دی.

چینايي چارواکو په تېرو څو اونیو کې د خپل هېواد اقتصادي حالت په اړه هیله مندي ښوولې او وايي، کلنی ټاکل شوی اقتصادي پرمختګ چې اووه نیم فیصده ښوول شوی، د کال تر پايه پوره کړی.