پیرو ډېر سوړوالي له امله بېړنی حالت اعلان کړی

د پیرو حکومت د دغه هېواد په جنوبي زون کې د نا اټکل شوي یخ ژمي او سختې واورې ورېدو په ځواب کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

پوځ ته لارښوونه شوې، چې په غرونو کې ایسارو کورنیو ته درمل، کمپلې او نور بېړني مواد ورسوي.

په پيرو دغو واورو، چې په تېره لسیزه کې تر ټولو سختې بلل شوې، لسګونه زره څاروي وژلي او شپنو خپلې مېنې پرې ایښې دي.

ولسمشر اولانټا هومالا هغو سیمو ته سفری کړی، چې واورو سختې ځپلې دي.