سوري کړکېچ 'دوه' میلیونه خلک کډوال کړي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، د سوریې د کړکېچ له امله د ثبت شویو کډوالو شمېر اوس دوو میلیونو ته رسېدلی دی.

دغه شمېره په تېرو شپږو میاشتو کې دوه برابره زیاته شوې ده. فکر کېږي، چې پنځه میلونه نور سوري وګړي دننه په هېواد کې بې ځایه شوي دي.

دا په دې مانا ده چې د دغه هېواد درېمه برخه اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي.

د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو ستر کمېشنر انتونیو ګوتېر بي بي سي ته وویل، ډېر دغه کډوال په ناوړه حالاتو کې ژوند کوي او دوی ټولو ته مرستې رسول یو ناشونی کار دی.

نوموړي وویل، دا اړینه ده چې په سوریې کې کړکېچ ودرول شي.

ده همداراز وویل چې دا کړکېچ ګاونډیو هېوادونو ته ور اوړي او دا هغه څه دي چې د نوموړي په وینا په منځني ختیځ کې به یوه چاودنه رامنځته کړي.