ابراهیمي G20 غونډه کې ګډون کوي

راپورونه وايي د سوریې لپاره د ملګو ملتونو او عربي ټولنې ګډ استازی اخضر ابراهیمي به په مسکو کې د شلو شتمنو هېوادونو په غونډه کې ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو د چارواکو له قوله ویل شوي، ښاغلی ابراهیمي هڅه کوي د سوریې د جګړې په تړاو د سولې کنفرانس جوړېدلو چارې ګړندۍ کړي.

روسیې او امریکا په لومړي ځل په مې میاشت کې د کنفرانس د جوړېدو وړاندیز کړی و.

خو د بحران د حل په تړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ د نه همغږۍ له امله هغه کنفرانس جوړ نه شو.