وېنیزویلا برېښنا ساتنې لپاره امنیتي ځواک جوړوي

وېنیزویلا اعلان کړی چې د هېواد د برېښنا سیستم د ساتنې لپاره امنیتي ځواک رامنځ ته کوي.

دغه اعلان یوه ورځ وروسته تر هغه کېږي چې د دې هېواد دوه په دریمې برخې برېښنا قطع شوې وه.

د وېنیزویلا د انرژۍ وزیر جیسي چاکن له خپلو خلکو بښنه غوښتې چې په تیاره کې پاتې شوي وو، چې د یو شمېر راپورونو له مخې د ځینو لېرې پرتو سیمو برېښنا لا هم قطع ده.

ولمسشر نیکولاس مادورو وايي د برېښنا د قطع کېدو په اړه پلټنې روانې دي.