اوباما: د استخباراتي معلوماتو پر غونډلو د غور وخت دی

د امريکا ولسمشر باراک اوباما وړانديز کړی د دې وخت رارسېدلی چې د امريکا د استخباراتی معلوماتو غونډولو پر عملياتي چارو له سر غور وشي.

د ده دغه څرګندونې چې د جي۲۰ هېوادونو سرمشريزې وروسته يې يوه خبری کنفرانس ته کولې، په داسې وخت کې کېږي چې امريکا د مکسيکو او برازيل ولسمشرانو له لوري د جاسوسۍ له تازه ادعاوو سره مخامخ ده.

ښاغلي اوباما وويل د ملي امنيت ادارې فعاليتونه هماغه څه دي چې د دولت امنيتي ادارې يې ټوله نړۍ کې ترسره کوي.

خو په ټکنولوژۍ کې له چټکو بدلونونو سره د خصوصيت او مدني ازادۍ په اړه ملې اندېښنې د دې معنا لري سره له دې چې دومره زيات معلومات غونډېدی شي چې د دې معنا نه لري چې بايد وشي.