وسله والو هلمند کې یو ښوونکی وژلی

د هلمند چارواکي وایي 'وسله والو طالبانو' ددغه ولایت سنګین ولسوالۍ په ساروان کلا سیمه کې د ښوونځي یو ښوونکی په ډزو وژلی.

د ولایتي ادارې ویاند عمر ځواک وایي دغه پېښه تېره ورځ د ساروان کلا د ګرماب په سیمه کې رامنځ ته شوې.

ښاغلی ځواک وایي، په دغه پېښه کې یو بل تن هم ټپي شوی.

د هلمند د سنګین په ساروان کلا سیمه کې ه تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ درنه نښته روانه ده.

تر دې دمه وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.