امريکا او فرانسه د سوريې پر وړاندې پر محدود ګام بحث کوي

د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کېري او د ده فرانسوي سيال لوران فابيو د خپل هوډ په اړه خبرې کړې چې تېره مياشت سوريه کې د کيمياوي وسلو کارولو پر وړاندې به ځواب وايي.

ښاغلي کېري په پاريس کې خبري کنفرانس ته وويل امريکا او فرانسه جګړې ته د تګ خبره نه کوي، بلکې د محدود ګام په اړه سره بحث کوي، چې موخه يې د کيمياوي وسلو کارولو کې د سوریې حکومت توان کمول دي.

دوهمې نړيوالې جګړې ته د لار هواري په اړه ښاغلي کېري وويل نړيواله ټولنه د ميونيخ شېبې سره مخامخ ده، او بايد د غاړې ايښودو تګلاره غوره نه کړي.

ده وويل دا د دې وخت نه دی چې د مځکې پر مخ تر ټولو ناوړه وسلو ازادې کارونې ته لار پرانيستل شي.