فراه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید شوی

د افغانستان په لوېدیز ولایت فراه کې امنیتي چارواکي وايي، په یوه نښته لږ تر لږه شپږ وسله وال وژل شوي دي.

په دغه ولایت کې د افغان پوځ ویاند حنیف رضايي بي بي سي ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې وسله والو فراه ښار ته نږدې په شوالګه سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ.

نوموړی وايي، په دغه برید کې د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان ملا مختار هم وژل شوی دی. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویېلي.