ناروې کې د پارلیماني ټاکنو لپاره رایې اچونه کېږي

د ناروې خلک د یوه نوي پارلمان د ټاکلو لپاره نن په رایې اچونې کې برخه اخلي. نظر پوښتنې ښیي، چې د کارګر ګوند لومړی وزیر جینس ستالتېنبرګ او د هغه مرکزي کیڼ اړخی ایتلاف ښايي په پارلمان کې خپل اکثریت له لاسه ورکړي.

د اېرنا سولبرګ په مشرۍ محافظه کار ګوند په دغو ټاکنو کې واکمن ایتلاف ته ستره ننګونه رامنځته کړې. خو د ایتلاف د جوړولو لپاره به نوموړې د کډوالۍ او مالیې ضد پرمختیایي ګوند ملاتړ ته اړتیا ولري. داسې ښکاري چې دغه ګوند په ټاکنو کې دریم راشي.