کوریاګانې ګډه صنعتي مېنه بېرته پرانیزي

د سوېلي کوریا حکومت له اوږدو خبرو اترو وروسته ویلي، دوی هوکړه کړې چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ له شمالي کوریا سره یوه ګډه صنعتي مېنه بېرته پرانیزي.

د شمالي کوریا په کایسونګ ښار کې دغه صنعتي مېنه په اپرېل میاشت کې د دواړو هېوادونو تر منځ د شخړو له زیاتېدو وروسته تړل شوې وه. تېره میاشت د دغې ګډې پروژې پر پرانېستلو هوکړه شوې وه، خو نېټه یې نه وه ټاکل شوې. د دواړو کوریاګانو تر منځ د همکارۍ ادارې په دغو خبرو اترو کې مرسته کړې ده. د دې ادارې مشر کېم کي وونګ په دې اړه نور جزیات ورکړل.

غږ: دغه صنعتي مېنه به د سپتمبر له شپاړسمې کار پیل کړي. په دې سره به فعالیتونه په عادي ډول روان شي. هغه سوداګر چې په دې ځای کې کار کوي، ډېر هیله من وو چې دلته به کارونه بېرته پرانېستل شي.