د چیلي د کودتا ۴۰ کاله پوره شول

د چیلي پخوانۍ ولسمشرې میشل باشېلېت د هغې ودانۍ لیدنه کړې، چې څلوېښت کاله وړاندې د جنرال اګوستو پېنوشېت له کودتا وروسته پکې نوموړې ربړول شوې وه.

مېرمن باشېلېت د پوځي کودتا د ورځې په یادښت جوړو شویو مراسمو کې برخه اخېستې، چې دغه مراسم به د چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول تر سره شي.

د چیلي حکومت وايي، چې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه به تر اتو زرو ډېر امنیتي ځواکونه په پلازمېنې سانتیاګو کې د ګزمو لپاره وګومارل شي.

د جنرال پېنوشېت په مشرۍ کودتا په پایله کې ولسمشر سلوادور الېند ووژل شو او اوولس کلنه پوځي واکمني رامنځته شوه.