په مصر کې د مرسي پلويان او مخالفان سره نښتي

د مصر لرې شوي ولسمشر محمد مرسي پلويان او مخالفان يوه ورځ وروسته له هغه د احتجاجونو پر مهال سره نښتي چې بيړنی حالت دوه مياشتې نور هم وغځېد.

مرسي پلوه لاريونونه چې اخوان المسلمين بللي وو، داسې ښکارېدل چې د تېرو اونيو پرتله ستر وو.

دا په داسې حال کې چې د دغه غورځنګ پر وړاندې درنو امنيتي عملياتو د خپلو ملاتړو غونډولو کې د دغې ډلې توان خورا کم کړی دی.

په سينا کې بيا پوځ خپل عمليات د اسلام پاله اورپکو پر وړاندې، چې په تېر جولای کې د ښاغلي مرسي له لرې کېدو راهيسې يې پر امنيتي موخو په ورځني ډول بريدونه کړي، لا سخت کړي دي.