پاکستان کې د ناټو پر ټانکرونه بريد شوی

پاکستان کې پوليس وايي اورپکو د ناټو تېلو ټانکرونو پر يو کتار توغندي ويشتلي، چې د کراچۍ او کوټې پر لار روان و.

د پوليسو يوه وياند وويل بريد کې ۱۵ ټانکرونو اور اخيستی دی.

ناټو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو سمبالښت لپاره د پاکستان له خاورې د مځکې لارې کاروي.

د جمعې پر ورځ لږترلږه يو کس پر يوه کاروان يو بېل بريد کې وژل شوی و چې ۸ ټانکرونه يې ويجاړ کړي وو.