اورشیندي غره زرګونه اندونیزیایان له کورونو وایستل

د اندونیزیا په سماترا ټاپو کې زرګونه خلک له هغه وروسته له خپلو کورونو وتښتېدل، چې یوه اورغورځوونکي غره کاڼي او سره لاوه وشېندل.

په تېرو دریو کلونو کې دا دویم ځل دی، چې اورشېندونکی غر سینابونګ چووي.

له دې مخکې دغه غر د تېرې یوې پېړۍ په اوږدو کې غلی و.

اندونیزیا کې د ځمکې مکسور طبقات د ارام سمندر به اوږدو کې دي، چې له کبله یې دغه هېواد د اور پر کرښه پروت هېواد بلل کېږي او لسګونه فعال اور شېندونکي غرونه لري.