مکسیکو کې دوو توپانونو مرګ ژوبله اړولې

په مکسیکو کې د دوو زورورو توپانونو له امله لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي دي.

د اېنګرېد په نامه توپان له امله د مکسیکو له ساحلي سیمو زرګونه کسان بېړنیو پناخونو ته کډه شوي دي.

اټکل کېږي چې نن ( سپتمبر ۱۶ ) به له دې امله ځمکښوېدنه هم رامنځ ته شي.

د ارام سمندر په ساحل کې د زورور توپان له امله سیلاوي بارانونه پیل شوي چې پراخ زیان یې اړولی دی.

د مکسیکو د ساحلي سیمې تامپیکو یوه اوسېدونکي وویل، خلک د اېنګرېد توپان د مقابلې لپاره چمتوالی نیسي.

"موږ شمې، ګوګرد او څراغونه چمتو کړي، چې که چېرې توپان دا سیمه اغېزمنه کړي، له دې شیانو به ګټه اخلو. دا سیمه ډېره ټیټه ده او خلک د سېلاوونو له راوتو ډارېږي. دوی دې ته په اندېښنه کې دي، چې چېرې به پنا وړي."