د فراه ۱۲۰ بندیانو نه خوړو اعتصاب شپږمه ورځ

د افغانستان لوېدیځ ولایت فراه په محبس کې د ۱۲۰سیاسي بندیانو د نه خوړلو اعتصاب شپږمې ورځې ته غځېدلی.

دغه بندیان وایي بې برخلیکه پاتې دي او دوسیې یې په وخت نه دي څېړل شوې.

ځینې وایي سره له دې چې د افغانستان د ولسمشر د فرمان په اساس د دوی د حبس موده دوه کاله باید رالنډه شوې وای خو ادعا کوي چې دا کار هم ځنډول شوی.

سیمه ییز چارواکي وایي ټاکل شوې یو پلاوی سبا له پلازمېنې کابله فراه ته ورسېږي.