د برازیل ولسمشرې امریکا ته سفر لغو کړ

د برازیل ولسمشرې دېلما روزېف پر امریکا د جاسوسۍ د لګېدلو تورونو له امله دغه هېواد ته راتلونکې میاشت کې خپل رسمي سفر لغو کړی دی.

د امریکا د ملي امنیت پر ادارې تور دی چې د مېرمن روزېف او د هغې د همکارانو او د تېلو د دولتي شرکت پېتروبراس د چارواکو په ګډون یې د زرګونو برازیلیانو ایمیلونه او نور برېښنايي مالومات تر لاسه کړي دي.

دغې پېښې ولسي برازیلیان په غوسه کړي دي.

د برازیل حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو تورونو په اړه د بشپړو پلټنو له تر سره کېدو دمخه د ولسمشرې سفر تر سره کېدای نه شي.

دغه تورونو د هغو اسنادو پر بنسټ لګول شوي، چې د امریکا یو پخواني استخباراتي شنونکي اېډورډ سنوډن افشا کړل.