مکسیکو کې زرګونه سیلانیان نورو سیمو ته لېږدول شوي

مکسیکو کې پوځي الوتکو د اکاپولکو له ساحلي ګرځندوی سیمې نه تر دوو زرو ډېر ګرځندویان راویستي دي.

دغه ښار د مانوېل په نامه توپان د اغېز له ګواښ سره مخامخ دی. په دغو کسانو کې یو کاناډايي ګرځندوی مایکل پالیټي هم شامل و. نوموړی وايي:

" ټول هېواد سره یو ځای شوی. زه وینم چې هر سړی تر خپلې وسې مرسته کوي. دغه سفر ستړی کوونکی دی. خو هڅه کوو چې ژر تر ژره خپلو کورونو ته ستانه شو."