د سریلانکا په ناارام شمالي ایالت کې ټاکنې کېږي

نن د سریلانکا په شمالي ایالت کې چې زیاتره اوسیدونکي یې تامیلیان دي، رایه ورکوونکي د هغې شورا د ټاکلو لپاره رایه ورکوي، چې داخلي خپلواکي به ولري.

دا ټاکنې څلور کاله وروسته له هغه کېږي چې دولتي ځواکونو د تامیل یاغیان د یوې اوږدې شخړې په پای کې له منځه یووړل چې ویل کېږي په ترڅ کې یې سل زره کسان وژل شوي دي.

تمه ده چې د تامیلیانو ملي ایتلاف به دا ټاکنې وګټي.

نننۍ ټاکنې د سریلانکا پر حکومت چې سنهالیان په کې ډېر واک لري، د فشار په پایله کې ترسره کېږي.

په جفانا کې د بي بي سي یو خبریال وايی له ټاکنو وړاندې کمپاین له تاوتریخوالي او شخړو سره مل وو. د جمعې په ورځ د تامیلیانو د ايتلاف د یوې کاندیدې پر کور برید وشو او د هغې څو ملاتړي ټپیان شول.