افغانستان کې د ایساف دوه سرتېري وژل شوي

په افغانستان کې مېشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه، ایساف، وايي، د دوی دوه سرتېري د افغانستان په ختیز کې د یوه سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

دغو ځواکونو په خپله خبرپاڼه کې د یادو سرتېرو د هویت او د پېښې د دقیق ځای په اړه څه نه دي ویېلي، خو ویېلي یې دي، چې دغه پېښه پرون رامنځته شوې ده.

دوه ورځې مخکې هم د ناټو درې سرتېري وژل شوي وو.

په یوه بله پېښه کې نن سهار د جلال اباد ښار پر څلوېښت متره سړک یوه سړک غاړې چاودنه شوې چې د امنیتي چارواکو په وینا دوه پولیس پکې ټپیان شوي دي.