اوباما د وسلو د پېر او پلور قوانینو سمون غواړي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما یو ځل بیا غوښتنه کړې چې په دغه هېواد کې دې د وسلو د لویې کچې د پېر او پلور په قوانینو کې سمون راشي.

نوموړي دا څرګندونې د واشنګټن د سمندري ځواکونو په یوه مرکز کې د تېرې دوشنبې ورځې په ډزو کې د قرباني شویو کسانو د یادګاري مراسمو پر مهال کړې دي.

په دغه مرکز کې د یوه وسله وال سړي لخوا دولس کسان په ډزو وژل شوي وو.

ښاغلي اوباما وویل، د تاوتریخوالي له کبله ټولنې سختې زیانمنېږي، خو نوموړي ټینګار وکړ چې وروستۍ پېښې باید د یوه بدلون د راوستو لامل شي.