زړې ودانۍ کې زرگونه یورو وموندل شوې

د يونان په شمال لوېديځ لونينا ښار کې، پوليس وروسته له هغه د يوې ناوياتې پېښې ځاى ته ور وغوښتل شول چې د سيمې اوسېدونکو چارواکي په دې خبر کړل چې ماشومانو بانک نوټونه څيرل او ورسره يې لوبې کولې.

د نهه او لس کلونو ماشومانو يوه ډله په ېوې زړې ودانۍ کې پر يوې کڅوړې ور برابره شوې وه چې په کې ٤٣٠٠٠ یورو وې.

پوليسو وروسته مالومه کړه چې دغه پيسې پر يوې ٨٣ کلنې مېرمنې پورې اړه لري.

دغې مېرمنې ويلي خپلې سپما کړې پيسې يې درې کاله وړاندې له دې امله له بانک نه ايستلې وې چې وېرېده ښايي د اقتصادي کړکېچ له امله يې له لاسه ورکړي.