په اقليم کې د بدلون نوې ارزونه

د اقليم د بدلون په تړاو د ملگرو ملتونو بين الحکومتي پلاوى د نړېوالې تودوخې په اړه تازه ترسره شوې څېړنې ارزوي.

دا چاره په سويدن کې د يوې اوونيزې غونډې په ترڅ کې ترسه کېږي.

د پلاوي مشر راجندرا پچاوري وويل په اقليم کې د بدلون شواهد کال تر بلې پياوړي کېږي.

د شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو اقليمي کارپوهان به د دغه پلاوي د وروستي رپوټ له خپرېدو وړاندې ورباندې بحث وکړي.

اټکل دى وويل شي چې تر پخوا اوس دا ډېره يقيني شوې چې په اقليم کې د بدلون لامل بشري فعاليتونه دي.

خو ساينسپوهان لا ډېر نه دي ډاډه چې ولې نړېواله تودوخه په دې وروستيو کې هومره زياته شوې نه ده چې دوى يې وړاندوينه کړې وه.