فراه کې وسله والو د انتخاباتو کارکوونکې وژلې

د فراه ولایت چارواکي وايي د ټاکنو د کمېسیون يوه ښځينه کارکوونکې د وسله والو کسانو له خوا وژل شوې ده.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي بي بي سي ته وویل دغه مېرمن پرون د قلعه کاه به سیمه کې له موټره ښکته کړای شوې او وروسته یې په ګولیو وژلې ده.

تر اوسه هیچا هم د دغې پېښې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.