د امریکا او ایران د بهرنیو چارو وزیران مخامخ خبرې کوي

سپینې ماڼۍ تایید کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د پنجشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له نوي وزیر سره وګوري.

دا له لویدیځ سره د ایران احتمالي اړیکو د تودیدو وروستۍ نښه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ماڼۍ کې سره وګوري او د چین، روسیې، برتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو سره به د ایران د اتومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.

د بي بي سي د دیپلوماتیکو چارو خبریال وايي دا به پ ۱۹۷۹ کال کې د ایران تر اسلامي انقلاب وروسته د امریکا او ایران ترمنځ په لوړه کچه مخامخ خبرې وي.