د م. م څارونکي د پلټنو په موخه سوريې ته ځي

د ملګرو ملتونو د وسلو کارپوهان د سوریې د کړکېچ په اوږدو کې د کیمیاوي وسلو د شونې کارېدنې په اړه د پلټنو په موخه دغه هېواد ته ورستنېږي.

دغو کارپوهانو وار له مخه دا خبره کره کړې، چې د اګست په یویشتمه نېټه د دمشق په څنډو کې د سارین په نامه زهرجن ګاز کارول شوی، چې له امله یې سلګونه کسان وژل شوي دي.

اوس دوی پلان لري چې هغو نورو دریو ځایونو ته ورشي، چې شک کېږي د روان کال په اوږدو کې پکې د وړې کچې کیماوي بریدونه تر سره شوي دي.

دغه ځایونه په حلب، حومس او د دمشق څنډې ښوول شوې دي.

د سوریې حکومت او مخالفین د دغو بریدونو پړه پر یوه بل وراچوي. د ملګرو ملتونو کارپوهان به د کیمیاوي بریدونو تر سره کېدل و ارزوي، خو پړه به یې د چا پر غاړه وا نه چوي.