چينايي محکمې ۱۷ کلن ځوان په بند محکوم کړی

په بیجینګ کې یوې محکمې د چین پوځ د دوو مشهورو سندرغاړو تنکی ځوان زوی د بدلمنۍ په تور په ۱۰ کاله بند محکوم کړی دی.

ویل شوي ۱۷ کلن لي تیان وی د هغو پنځو کسانو په ډله کې دی چې دبیجینګ په یوه هوټل کې یې پر یوې ښځې ډله ییز جنسي تیری کړی دی.

دغې پېښې په چین کې د مخورو کسانو د اولادونو له خوا له خبله حده د تېرېدو له امله د خلکو غصه راپارولې ده.

لي پرې لګېدلي تورونه رد کړي دي.