منموهن: بريدونه د سولې خبرې نه شي ټکنۍ کولی

د هند لومړي وزير منموهن سنګهـ په کشمير کې پر امنيتي ځواکونو د تندلارو وسله والو بريدونه وحشيانه بللي او ويلي يې دي چې دا به د سولې خبرې اغېزمنې نه کړي.

په دغه بريد کې وسله والو څلور پوليس او څلور پوځيان وژلي دي.

بل خوا د هند اپوزيسيون له خپل صدراعظم نه غوښتي چې په نيويارک کې له خپل پاکستاني سيال نواز شريف سريف ليده کاته لغوه کړي.

ټاکل شوې د يکشنبې په ورځ د هند لومړی وزير د پاکستان له لومړي وزير سره د ملګرو ملتو د عمومي کلنۍ غونډې پر مهال وويني.