نړیوال پولیسو د یوې ښځې په اړه خبرداری ورکړی

نړیوالو پولیسو انټرپول د داسې یوې برتانیوي ښځې په هکله خبرداری ورکړی چې کینیا یې د نیولو غوښتنه کړې ده.

انټرپول وايي سمنتا لیویتویټ باندې په ۲۰۱۱ کال کې د چاویدونکو توکو او یوې توطیې کې د لاس لرلو تور دی.

آغلې لیویتویټ چې مسلمانه شوې له هغه ځانمرګي برید کوونکي سره واده کړی و چې اته کله مخکې یې د لندن پر ترانسپورت برید وکړ.