سوډان کې له تشدده ډکې مظاهرې شوې

په سوډان کې د سبسايډي يا حکومتي مرستې پر سر د روان تاوتريخوالي په لړ کې اعتراض کوونکو نن جمعه په ټول هېواد کې د حکومت ضد مظاهرو غږ کړی دی.

په پلازمېنه خرطوم او نورو ټولو ښارونو کې حکومت، د تيلو ټانکونو او حکومتي ودانيو د خوندي ساتلو لپاره امنيتي ځواکونه ځای پر ځای کړې دي.

چارواکي وايي په دغو ناکراريو کې ۲۹ کسه وژل شوي دي.

خو په سيمه کې د بشري حقونو فعالان وايي چې شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي او ډېری يې د حکومتي ځواکونو له لوري وژل شوي.

ځينې اعتراض کوونکي د عمر البشير د حکومت د نسکورولو غوښتونکي دي.