د ايټاليا لومړی وزير وايي له پارلمان به د باور رايې غوښتنه کوي

د ايټاليا لومړي وزير انرېکو لېټا د دې پخلی کړی چې د چارشنبې پر ورځ به په پارلمان کې د باور رايې اخيستلو غوښتنه کوي.

دی دغه ګام په داسې هڅه کې پورته کوي چې له تېرو ټاکنو يوازې ۷ مياشتې وروسته له تازه ټاکنو ډډه وکړي.

دغه اعلان وروسته له هغه شوی چې ښاغلي لېټا د خپل ائتلافي حکومت ړنګېدو پايله کې له ولسمشر جورجيو ناپوليټانو سره خبرې وکړې.

په روم کې د بي بي سي خبريال وايي دوی هيله لري په پارلمان کې د رايې اخيستلو سره کېدی شي د اوسني حکومت اکثريت ځواکمن کړي او يا نويو ټاکنو ته له مخې پرته يوه اداره جوړه کړي.