بلوچستان کې بلې زلزلې ۱۵ کسان وژلي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په دویمې زلزلې کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.

دا زلزله له لومړۍ هغې څو ورځې وروسته وشوه، چې لږ تر لږه څلور سوه کسان په کې مړه شول.

د بلوچستان په لرې پرتې سیمې اوران کې یوه لوړ پوړي چارواکي وویل، د نوکجو په نوم یوه کلي ته ډېر زیان اوښتی، چې د دغه کلي ډېری کورونه د لزلې له کبله وران شوي دي.

د چارواکي په وینا سیمې ته غځېدلي سړکونه د سې شنبې ورځې د لومړۍ زلزلې په پایله کې وار له مخه تر ډېره حده ویجاړ شوي دي، چې اوس په بشپړه توګه له منځه تللي.