م. م: د سوري کډوالو کړکېچ مخ په پراخېدو دی

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې خبرداری ورکړی، چې د سوریې د کډوالو کړکېچ په دومره چټکۍ پراخېدونکی دی، چې د نړیوالې ټولنې د مرستې رسونې له دایرې وځي.

د دغې ادارې یوه ویاند ادریان ایډورډز وویل، تر اوسه د اړتیا وړ مرستو یوازې نیمايي برخه تر لاسه شوې ده.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې د سوریې یو شمېر ګاونډي هېوادونه د ور اوښتو دوه میلیونه کډوالو د سمبالښت لپاره چټکو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې، چې د سیمه ییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په جېنېوا کې نن د دغو حکومتونو او د ملګرو ملتونو د چارواکو ترمنځ غونډې لپاره چمتوالی نیسي.

د دې غونډې موخه له نړیوالو مرستندویانو د چټکو مرستو غوښتنه ده.