نتنیاهو روحاني ''د پسونو جامه کې لېوه'' بللی

ایران د اسراییلو د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په وړاندې چې د ایران نوی ولسمشر یې د پسونو په جامه کې لیوه بللی وو، قهرجن غبرګون ښوولی دی.

د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ د ایران استازي خداداد سیفي د لومړي وزیر نتنیاهو څرګندونې په لوړه کچه له فتنې ډکې وبللې

او وايي هېواد یې د اتومي وسلو په لټه کې نه دی:

''هیڅوک پر ایران امر نه شي کولای چې څه وکړي او څه ونه کړي. لکه څنګه چې د ایران د اتومي وسلو د نه خورېدو ډله په بشپړه توګه له خپلو حقونو خبره ده او په پوره توګه خپلو ژمنو ته ټینګ ولاړ دي.

معلومه ده هغه څوک چې په دې برخې کې زده کړو ته اړتیا لري اسراییل دی. چې د اتومي وسلو د نه خپراوي ډلې غړیتوب نه لري.''