د اوباما او کانګرس ترمنځ ناسته بې پايلې وه

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما او د دغه هېواد د کانګرس د مشرانو غړو تر منځ هغه ناسته بې پایلې پای ته رسېدلې چې د بودجوي بندښت د له منځه وړلو په موخه جوړه شوې وه.

د دغې ستونزې له کبله د امریکا د فدرالي حکومت یو شمېر برخې تړل شوې دي. د مرکزي حکومت زرګونه کارکوونکي تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې کار ته ستانه شي او له دوو ورځو راهیسې د حکومت ځینې څانګې تړل شوې دي.

تیفر ګیبر د ای ایف ایل په نامه د کارګرو ټولنو د یوه سترې اتحادیې مشر دی.

نوموړي د کارګرې ټولنې پر غړو د دغه کاربندښت د اغېز په اړه وویل، چې کارګر موږ ته شکایت کوي، چې د خپلو لګښتونو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

دوی موږ ته وايي، د کورونو څښتنان ورته وايي، چې باید خپلې کرایې ورکړي، که نه له کورونو به یې وباسي.

په دوی کې ځینې وايي، د کورنۍ هغه غړي یې چې د سرطان ناروغي لري، د روغتیايي چوپړونو له نشتوالي کړېږي. دوی له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.