اوباما د اندونيزيا او برونای سفرونه لغوه کړي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د یو شمېر حکومتي ادارو د بندېدو له کبله اندونېزیا او برونای ته خپل یو پلان شوی سفر لغوه کړی دی.

د ده پر ځای به د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دغو هېوادونو ته سفر وکړي.

د سپینې ماڼۍ لخوا یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې د روان بودجوي بندښت پړه په استازو جرګه کې پر جمهوري غوښتونکو غړو ور اچول شوې ده.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ستونزه به د امریکا هغې وړتیا ته زیان ورسوي، چې له مخې یې د اسیا - ارام سمندر هېوادونو ته د صادراتو له لارې خپلو وګړو ته دندې پیدا کړي او په دغه سیمه کې د امریکا ګټې خوندي کړي.

د امریکا د خزانې مشر او د پیسو د نړیوال صندوق مشر تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و که د بودجې پر سر راپورته شوې دغه لانجه اواره نشي، د امریکا او نړۍ اقتصاد به سخت زیانمن شي.