اذربايجان: عليوف د ټاکنو ګټلو ادعا کړې

د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف په ولسمشریزو ټاکنو کې د بري ادعا کړې ده.

نوموړي پر دولتي تلوېزيون یوې ثبت شوې وینا کې ویلي، دی له رایه ورکوونکو مننه کوي، چې بیا یې د ولسمشر په توګه وټاکه.

نوموړي دا د ولسواکۍ بری وباله.

دی وايي، زه د خپل ملت ډېره مننه کوم چې پر ما یې ډېر باور وکړ او زه یې یو ځل بیا د ولسمشر په توګه وټاکلم.

ده د اذربایجان خلکو ته ډاډ ورکړ چې د خلکو خدمت به کوي او د اذربايجان له ګټو به دفاع کوي.