اډوارډ سنوډن له خپل پلار سره وکتل

د روسیې دولتي تلویزیون اعلان وکړ، چې د امریکا د استخباراتو فراري مامور اډوارډ سنوډن له خپل پلار سره کتلي دي.

لان سنوډن د پنجشنبې په ورځ مسکو ته د خپل زوی د لیدو لپاره ورسېد، چې روسیې ورته د روان کال په سر کې پناه ورکړه.

د امنیتې دلایلو له امله د دغې کتنې ځای نه دی په ډاګه شوی.

امریکا غواړي اډوارډ سنوډن د پټو اسنادو افشا کولو په تور ونیسي.

د هغه روسي مدافع وکیل ویلي، لان سنوډن په مسکو کې د پنځو نامالومو موټرو له خوا څارل کېده.