اسټرالیا: د میلیونونو ډالرو نشه يي توکي نیول شوي

په اسټرالیا کې پولیسو نژدې د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت نشه یې توکي نیولي دي. دغه نشه یې توکي د یوه بارو وړونکي موټر په ټایرونو کې ځای پرځای شوي وو. درې تورن کسان هم نیول شوي دي. ویل کېږي، چې دغه نشه یي توکي له چین نه وړل شوي دي.