هند کې توپان ۲۰۰زره کسان تېښتې ته اړ کړي

د هند په ختیځ ساحل کې له ۲۰۰زره ډېر کسان د هغه توپان له وېرې خپلو کورونو پرېښولو ته اړ شوي، چې اټکل کېږي، نن به په دغه سیمه کې ځمک ښوېدنه رامنځته کړي.

د فایلین په نامه دغه توپان د بنګال له خلیجه د اوړیسا او اندرا پردېش ایالتونو خوا ته روان دی.

هوا پېژندونکي اټکل کوي، چې دغه توپان به له ځانه سره داسې بادونه ولري، چې سرعت به یې په یوه ساعت کې ۲۲۰ کيلومترو ته ورسيږي.

په ۱۹۹۹ کال کې یوه زورور توپان په اوړیسا ایالت کې تر ۱۰۰۰۰ډېر کسان ووژل، خو چارواکي وايي، دا ځل دوی تر هغه مهاله دغې پېښې ته ښه چمتوالی لري.