ختيځ کې يوه افغان عسکر ناټو سرتېری وژلی

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وايي يو سرتېری يې د افغانستان په ختيځ کې يوه کس چې د افغان ځواکونو يونيفورم يې اغوستی و، وژلی دی.

ناټو په خپره کړې ويناپاڼه کې د وژل شويو سرتېري هويت او د وژل کېدو کره ځای نه دی په ګوته کړی.

په اعلاميه کې دا نه دي ويل شوي، چې بریدګر وژل شوی او که ژوندی نيول شوی دی.

دا لا نه ده معلومه چې وژل شوی د کوم هېواد سرتېری دی، خو د افغانستان په ختيځ کې ډېری دېره سرتېري امريکايان دي.

د دغې پېښې په اړه نور جزييات نه دي خپاره شوي.