امريکا کې ۲۰ کاله وروسته یو قاتل موندل شوی

د نیویارک پولیسو د یوې ماشومې نجلۍ د وژنې په تور چې له شلو کلونو زیاته موده مخکې وژل شوې وه، یو سړی نیولی دی.

دوی وايي شکمن کس، چې د وژل شوې نجلۍ خپلوان دی منلې، چې پر هغې یې جنسي تېری کړی و او وروسته یې وژلې.

۱۹۹۱ کال کې د وژل شوې نجلۍ جسد د کنګل ساتلو په یوه بکس کې د سړک غاړې ته موندل شوی و.

د شنبې په ورځ ایله دغه وژلې شوې نجلۍ د انجلیکا کاسټېلو په نوم وپېژندله شوه.

د پېښې څېړونکو افسرانو، چې د پېښې قرباني نجلۍ ماشومه هیله بولي وايي قضیه به بې له بشپړولو پرې نه ږدي.

قضیه کې پرمختګ د یوه پټ رپوټ پر بنسټ رامنځ ته شو، چې له مخې یې د ماشومې خور ته رسېدګې وشوه.