ټپي ځانمرګي په روغتون کې ځان چوولی دی

د افغانستان په سويل ختيځ پکتيا کې چارواکي وايي، يوه ټپي شوي چې خپل ځان موټر چلوونکی ښوده په روغتون کې ځانمرګی بريد کړی دی.

د پکتيا پوليس چارواکي وايي، دغه کس په موټر کې ټپي شوی و، او پوليسو د زړه سوي له مخې دی روغتون ته ولېږداوه.

دوی وايي هغه مهال چې ټپي شوی کس د روغتون په بېړنۍ خونه کې تر درملنې لاندې و، ځان ته يې چاودنه ورکړې ده.

پوليس اوس پر هغه موټر شکمن دي، له لرګيو بار دی او ځانمرګی يې چلوونکی دی.